ایکنانیوز د عکاظ له قوله راپور راکړی ، د حج عمرې ادا کونکو په دغه کلتوری پروګرام کې چې په مدینې کې ددوي د دیره کیدا په وخت کې اجرا شو، د ملک فهد د قرآن چاپ کمپلیکس نه علاوه ، د میدنې نور ځينی تاریخي آثار هم ولیدل.
د خدای د کور میلمانه په دغه پروګرام کې د ملک فهد د قران چاپ د کمپلیکس د تخنیکی اوادارې برخو په لیدو سره دقران کریم د چاپ د مختلفو مرحلو او په بیلابیلو ژبو باندې دقران ک ریم د ژباړې اوچاپ او دغه راز د چاب لپاره د قرآڼ دنهائي تائيد او بیا کتنې د څرنګوالي دترسره کولو لپاره ددغه کمپلیکس یا ټولګې له هڅو خبر شول .
په دغې لیدنې کې د کمپلیکس مسئولانو کتونکو ته د کمپلیکس د چاپ شوو قرانی نسخو ډالۍ هم وړاندې کړې. دحاجیانو دغه ډلې همداراز د جنګ احجد، د الرماء غر او د احد د شهیدانو د مقبرې پشمول د مدینې منورې ځیني تاریخي آثار هم ولیدل او د احد دتاریخی غزا له شرحې چې د دریم قمری کال کې د مسلمانانو او مشرکانو ترمینځ شوې، خبر کړئ شول.د اسلامی سپيڅلتیاؤ او مقبرو د زیارت د شرعی ادابو او خينو نور تاریخي برخو لیدل د میدنې دتاریخی آثارو د لیدو په پروګرامونو کې شامل وو او دغه ۲۵۰ میلمانه د ۱۲ آسیائی هیوادونو د ښځو اوسړیو په شمول اسلامی شخصیّتونه وو.
اټکل کیږی چې سږکال د عمرې په ترسر کولو کې دخدای د کور د زیارتوالو د ځانګړی کلتوری پروګرام د میلمنو شمیر د ۶۶ هیوادونو لکونو زیارتوالو ته ورسیږي.